د رضاکارانو سره کار کوونه
زياتره ټولنيزې ډلې د رضاکارانو د کار نه پرته به شتونتيا و نه لري. زياتره وخت د تنظيم د ورځ ورځ عمومي کار او د بسپنو راغونډونې پۀ بشپړه يا په برخيزه توګه سره په رضاکارانو پورې تکيه لري. پۀ هغو تنظيمونو کښې چې د ګټې له پاره نه وي، په دې کښې د مديره کومېټې هغه رضاکار غړي هم شامل وي څوک چې د خپلو دندو په بدل کښې پيسې نه اخلي.
خپل تنظيم له پاره تر ټولو ښه رضاکاران غوښتل او د دې خبرې پخلی کول چې تاسو د خپل رضاکارانو سره د خپلو دندو ترسره کولو کښې ملاتړ کوئ به ستاسو د تنظيم او د رضاکارانو دواړو پۀ ګټه وي.
د دې نه مخکښې چې ستاسو تنظيم د رضاکارانو سره کار پېل کړي، تاسو به دغو پرېکړو کولو ته اړتيا لرئ:
- کومې دندې کېدای شي چې مناسبې وي، ,
- څوک به ستاسو رضاکارانو سره د هغوی په کارونو کښې مرسته کوي، او،
- کومو سرڅينو ته اړتيا شته لکه مېز، ټېليفون يا کمپيوټر.
تاسو له دا هم ګڼل پکار دي چې آيا تاسو به د دې جوګه وئ چې د سفر په اړه د مصارفو ادايګي ورته وکړئ او دا چې تاسو مناسب د بيمې پوښښ لرئ چې پکښې د رضاکار ځاني ناوړه پېښې او \ يا د اولسي مسؤليت په اړه بيمه (Public liability insurance) شامل وي.
ځينې رضاکاران به تنظيم سره نېغ په نېغه اړيکې ونيسي ځکه چې هغوی ته معلومه وي چې تاسو څه کوئ او پکښې دلچسپي لري. تاسو دا هم پرېکړه کولی شئ چې په دې اړه اعلاميه وکړئ چې د ځانګړو هنرونو څېښتن څوک موندۀ کړئ. ډېر داسې ځايونه شته دی چې تاسو په وړيا توګه سره اعلاميه پکښې کولی شئ چې پکښې هغه خبري پاڼکۍ شاملې دي کومې چې د ستاسو تنظيم له لوري يا د بلې يوې ډلې يا د انټرنيټ د لارې خپرولی شي.
د رضاکارانو خوښونه
دا ډېر مهم دي چې ستاسو رضاکاران د هغه کار سره ښه جوړ ولري کوم چې ستاسو تنظيم کوي او بيا هغه ځانګړي کار له پاره چې هغوی يې کوي. دا ستاسو تنظيم له پاره ډېر مهم دي ځکه چې رضاکاران به ستاسو د تنخوا اخيستونکو کارکوونکو سره کار کوي چې ستاسو بيپاريانو (مشتریانو) او / يا ټولنې ته مرسته وړاندې کړي. دا د رضارکار له پاره هم مهم دي ځکه چې کېدای شي هغوی ژر دغه کار پرېږدي که چېرې هغوی خپل هنرونو څخه کار اخيستلو کښې پاتې راځي يا څۀ نوي نه شي زده کولی.
د دې پخلی کولو له پاره چې غوښتونکی (رضاکار) ستاسو هيلو باندې پوهېږي، دا ښه خبره وي چې هغوی ته د خپل تنظيم په اړه، د هغه کار په اړه چې کېدی شي هغوی به يې کوي، او هر ضروري وړتوبونو په اړه معلومات ور کړئ او په دې اړه هم معلومات ورکړئ چې تاسو به څه ور له ورکوئ. زياتره تنظيمونه د څوکۍ يا دندې په اړه څرګندليک جوړوي چې د دې پخلی وکړي چې دنده په څرګند ډول سره پېژندل شويې ده.
د دې پخلی کول چې ستاسو تنظيم هغه کسان خوښ کړي څوک چې ستاسو اړتياوې بشپړه کولی شي، تاسو کولی شئ چې د غوښتنليک يوه فورمه جوړه کړئ چې پکښې د پخوانۍ تجربې او نور وړ معلومات پۀ اړه پوښتنې وي. که غواړئ نو تاسو ور څخه غوښتلی شئ چې د ځان په اړه او / يا د پخواني کار په اړه د هغو کسانو تفصيلات ورکړي څوک به چې د هغوی ور پېژندونکي وي او که تاسو و غواړئ نو هغوی سره اړيکې نيولو سره د معلومات تصديق کولی شئ.
وروسته د هغې نه چې يې د غوښتنليک خپلې فورمې بشپړه کړئې وي، که غواړئ نو تاسو کولی شئ چې ځينې کسان د مرکې له پاره خوښ کړئ چېرته چې تاسو د معلوماتو په اړه نور په تفصيل سره خبرې اترې کولی شئ. يو کس د رضاکار په توګه قبول کولو نه مخکښې، دا ښه اقدام وي چې د هغوی ور پېژندونکو سره خبرې وکړئ. که تاسو پرېکړه وکړئ چې کوم کس وړ نۀ دی، تاسو له پکار دي چې غوښتنليک ورکولو پۀ اړه هغوی ته مننه و وايئ او هغوی پۀ ليکليې توګه سره خبر کړئ چې ولې دې ځل هغوی نه و منل شول.
ځينې داسې غوښتنې دي چې ستاسو په قوانينو کښې او د سازمانونو شرکت قانون (Associations Incorporation Act) کښې څرګندې شويې دي چې هغو باندې به تاسو له پاره عمل کول وي کله هم چې د مدیره کومېټې غړي خوښوئ او ټاکئ.
د رضاکارانو روزنه
د يو نوي رضاکار له پاره د خپلې دندې په اړه کار پېل کولو نه مخکښې، تاسو له د دې پخلی کول پکار دي چې هغوی ځان لۀ پاره هرکلی محسوس کړي او د ټول تنظيم په اړه ځان پوهولو کښې د هغوی سره مرسته کوئ. دې بهير ته بلدونه (orientation) وايي او پۀ دې کښې دا ډول کارونه شامل کېدلی شي لکه د رضاکار د نورو کارکوونکو سره پېژندل، هغوی په دې خبرول چې چا سره به کار کوي، دفتر ورته ښودل، او د تنظيم او د هغوی د دندو په اړه ورته نور معلومات ورکول.
يو رضاکار چې کار پېل کړي نو په ړومبۍ څو اوونۍ يا دغه هومره وخت وروسته، د کارکوونکو يو يا څو غړي کولی شي چې هغوی سره خپلو هغو هنرونو ته وده ورکولو کښې مرسته وکړي چې هغوی به يې د خپلې دندې تر سره کولو په لړ کښې په غاړه ولري. د هغوی دندو پورې اړه لرلو سره، احتمال کېږي چې نوی رضاکار به د کوم يو کس سره تر هغه وخت پورې نږدې کار کولو ته اړتيا ولري تر څو هغوی چې څه کار کوي د هغه په اړه اعتماد و لري. ليکليې شويې تګلارې او کړنلارې هم د مرستې وړ وي، پۀ ځانګړيې توګه سره وروسته کله چې کېدای شي هغوی ځان ته يوازې کار کوي.
د رضاکارانو ملاتړ
يو ځل چې ستاسو رضاکاران خپل کار کښې ځان هوسا ګڼي، د هغې نه وروسته هم هغوی سره ملاتړ ته دوام ورکولو لپاره لارليکې شته دی چې هغوی پوهه شي چې د هغوی هڅې ستايلی شي. ښه رضاکاران موندل خورا ډېر وخت اخيستلی شي نو تاسو به وغواړئ چې هغوی ځان سره پاتې کېدلو ته و هڅوئ.
که ممکن وي، نو کېدای شي تاسو هغوی د کارکوونکو غونډو کښې شامل کړئ، کله چې د هغو پروژو په اړه پلان جوړوئ چې هغوی پکښې شامل وي نو د هغوی وړانديزونه واخلئ او د هغوی څخه د هغوی رايې تر لاسه کړئ. کله چې هم ممکن وي، نو تاسو کېدای شي چې وغواړئ رضاکارانو ته د روزنو د لارې د نويو هنرونو زده کولو له پاره مواقع وړاندې کړئ يا بيا هغوی ته نورې داسې دندې ور په غاړه کولو سره چې کېدای شي هغوی يې نورې ډېرې خوښې کړي يا يې د چېلانج نه ډکې و مومي.
ډېر تنظيمونه په نور ډول سره جايزې ورکولو د لارو هم رضاکارانو ته خپله ستاينه څرګندوي. دې کښې ځينې دومره ساده شيان هم کېدای شي لکه د کار له پاره هغوی ته مننه وېئل، هغوی له پاره کافي اخيستل يا هغوی ته د ستاينې ليک يا سند ورکول.
که چېرې ستاسو رضاکار بل چېرته د تنخوا کار له پاره غوښتنليک ورکولو پۀ اړه پرېکړه کوي، نو تاسو کولی شئ چې خپل ملاتړ ورته داسې څرګند کړئ چې ليکلی د مراجعې ليک ور کړئ يا د هغوی ور پېژندونکی جوړېدلو له پاره ورسره موافقه شئ.
نور معلومات:
- د رضاکارانو سره کار کولو پۀ هکله د معلوماتو د کوينزلېنډ د رضاکاري ويب سايت
- د مدیریت د ملاتړ تیلفون لین د رضاکارانو پۀ اړه معلومات او ارتباط لري (ثبت لازمی غوښتنه ده)


