بسپنې (فنډ) له پاره د غوښتنليک ورکوونه
ډېر غیر انتفاعي تنظيمونه چې د ګټې له پاره کار نه کوي، په خاصه توګه سره نوي تنظيمونه، د لږ بودجو سره او که چېرې وي هم نو د يو څو د تنخوا کارکوونکو په مرسته چلېږي. کېدای شي چې ستاسو تنظيم د غړيتوب فيس، عطيات يا د بسپنې غونډولو نورو قسمونو څخه ګټه تر لاسه کړی شي. خو بيا هم، خپلې مرستې په دوامداره توګه سره وړاندې کولو له پاره او / يا خپلې کړنې پراخولو له پاره، زياتره تنظيمونه به د نورو تنظيمونو څخه هم بسپنې تر لاسه کولو له پاره غوښتنليک ورکول و غواړي.
څوک بسپنې ورکوي؟
بسپنې يا عطيات د دغو له اړخه ورکولی شي:
- د فيدرالي حکومت څانګې يا مؤسسات
- د ولايتي حکومت څانګې يا مؤسسات
- سیمه ایزه حکومت
- کاروبارونه
- خيريه تنظيمونه
د مناسب عطيات په اړه معلومات له پاره تاسو کولی شئ چې د هغو حکومتي هييتونو څخه و پوښتئ چې ورسره راکړه ورکړه کوئ، د هغو نورو اژانسونو يا تنظيمونو څخه پوښتنه وکړئ چې هم دغه ډول کار کوي، معلومات تر لاسه کړئ چې ايا ستاسو سیمه ایزه حکومت ټولنيز عطيات ورکوي، د خپل ولايتي يا فيدرالي جرګو غړيو څخه د حکومتي عطياتو پۀ اړه پوښتنه وکړئ او د اعلاميو له پاره ورځپاڼې و پلټئ.
د بسپنو ډېر او بيلابېل قمسونه شته دی خو ستاسو تنظيم به يوازې هغو لپاره غوښتنليک ورکولو ته وړ وي چې هم هغه موخې او مقاصد ولري کومې چې ستاسو وي. که تاسو حکومتي يا خېريه تنظيمونو څخه غوښتنه کوئ، نو په عمومي توګه سره، د بسپنې په اړه به لارښوونې وي کومې چې د بسپنې مقصد څرګندوي او هم دا معلومات لري چې غوښتنليک ورکولو لپاره کوم تنظيمونه وړتيا لري او دا چې عطيه د څه شي بسپنه کولو له پاره کارولی شي.
د بسپنې په اړه لارښوونې مهمې نېټې هم لري لکه دا چې غوښتنليک کله پورې اخيستلی شي، پروژه کله پورې پېل کېدلی او / يا ختمېدلی شي او که چېرې بريالی شئ نو تاسو ته به کله پورې و وېئلی شي. د بسپنې په اړه زياتره لارښوونې دا غوښتنه کوي چې تاسو د بسپنې له پاره يوه عريضه يا غوښتنليک وليکئ کوم چې دا څرګندوي چې تاسو څۀ کول غواړئ، او دا به تاسو په څه ډول سره کوئ او هم نور هر څه معلومات چې په لارښوونو کښې يې غوښتنه شويې وي لکه بودجه.
د زياتره عطياتو له پاره، د تنظيم ورځني کارونو سره سره، د عريضې ليکلو لۀ پاره خورا ډېر وخت په کار وي، او ضروري نۀ ده چې ستاسو غوښتنليک بريالی هم شي. نو د بسپنې له پاره غوښتنليک ورکولو نه مخکښې، ستاسو تنظيم له به پرېکړه کول وي چې آيا دې ته وړ دی چې د عريضو په ليکلو باندې خورا وخت ولګوي او دا چې آيا هغه ټولې سرچينې لري چې که بريالی شي نو د بسپنې ورکوونکي هييت د راپور ورکونې او نورو غوښتنو بشپړه کولو له پاره به ورته پکار وي.
زياتره بسپنې ورکوونکي هييتونه په برابر ډول سره راپورونه غواړي کوم چې دا تفصيلات لري چې پيسې څنګه مصرف کېږي او کېدای شي چې دا معلومات په يو ځانګړي جوړښت کښې وړاندې کول وي. کېدی شي چې تاسو د بسپنه ورکوونکي هييت له خوا ټاکل شويو تګلارو او کړنلارو جوړولو ته هم اړتيا ولرئ چې موخه يې د دې خبرې پخلی کول وي چې ستاسو تنظيم د ټولو نه ښه معيارونو سره سمې مرستې وړاندې کوي. دغه ټولې غوښتنې هم په هغه ډول سره به اغېز واچوي څنګه چې تاسو خپل تنظيم پلان کوئ او چلوئ.
د عريضې ليکنه
که چېرې تاسو هم دغه پرېکړه وکړئ چې د بسپنې له پاره غوښتنليک ورکړئ او د بسپنې لپاره يو يا ډېر پروګرامونه مو موندلي وي کوم چې کېدای شي ستاسو تنظيم او د تنظيم اړتياوو له پاره وړ وګرزي، نو تاسو له به پکار وي چې يوه عريضه وليکئ. د بسپنې لارښوونو سره سره، د بسپنې ورکوونکي ډېر هييتونه به تاسو ته د هغوی د غوښتنليک خپلې فورمې هم د بشپړه کولو له پاره درکړي. که تاسو د لږ پيسو له پاره غوښتنليک ورکوئ، د مثال په توګه، د يو اوزار اخيستلو له پاره، نو کېدی شي چې تاسو له پاره يوازې يو لنډ غوښتنليک بشپړه کول پکار وي. د لويو پروژو يا د کړنو پروګرام له پاره، احتمال کېږي چې تاسو له به پکار وي چې نور ډېر تفصيلات ورته وړاندې کړئ چې پکښې ځينې/ ټول لاندېني معلومات کېدلی شي.
د پروژې په اړه څرګندونه او دا چې ستاسو تنظيم ته دې ولې بسپنه ورکړی شي
که غواړئ نو تاسو کولی شئ هغه څېړنې په عريضې کښې شاملې کړئ چې ستاسو تنظيم يا نورو له مخکښې نه کړيې وي او دا هم کولی شئ چې داسې اعداد او نوره ډېټا پکښې شامله کړئ چې د ټولنې اړتياوې څرګندوي. که ستاسو تنظيم له مخکښې نه هم دغه ډول کار کړی وي، نو تاسو کولی شئ معلومات ورکړئ چې تاسو څنګه دا په ګټوره توګه سره کارولی شئ. زياتره حالاتو کښې دا ښه اقدام وي چې د نورو هغو تنظيمونو يا ټولنې څخه د ملاتړ ليکونه ورسره شامل کړئ کوم به چې ستاسو پروژې څخه ګټه پورته کړي.
د بسپنې ورکوونکی هييت به دا هم وغواړي چې آيا تاسو نورې بسپنې اخيستيې دي او آيا تاسو يې ټولې غوښتنې بشپړه کړيې وې. که تاسو په تېر وخت کښې بسپنه نه وي اخيستليې، نو کېدی شي چې دا ستاسو د غوښتنليک لۀ پاره د مسرتې وړ وګرزي که چېرې تاسو څرګند کړی شئ چې ستاسو تنظيم په ښه توګه سره نظم شوی دی او خپلو بيپاريانو (کلاينټس)، کارکوونکو او ټولنې پر وړاندې مسؤليت لري. کېدی شي چې تاسو نه د کلني راپور، مالي څرګندليکونو او د خپل کارکوونکو د وړتوبونو په اړه هم غوښتنه وکړی شي.
پروژه به څه تر لاسه کړي او ستاسو تنظيم به دا په څه توګه سره بشپړ کوي
تاسو له به په دې اړه تفصيلات شاملول وي چې د پروژې سره تاسو څه تر لاسه کول غواړئ او تاسو ته به څنګه معلوم شي چې تاسو بريالي شوئ. د دې مطلب دا دی چې تاسو له د هغو لارو په اړه فکر کول دي چې د پروژې پر مهال کښې او د هغې نه وروسته د نور ښه والي مېچ کوونه ورسره وکړئ. که تاسو به کړنې (فعاليتونه) چلوئ، نو تاسو له به تفصيلات وړاندې کول وي چې دې کښې به څه شامل وي، څوک به پکښې دلچسپي ولري او ستاسو تنظيم به يې څنګه وچلوي. زياتره د بسپنې هييتونه به دا طمع هم ولري چې ستاسو پروګرام يا پروژې په اړه تفصيلي بودجه وګوري.
که غواړئ نو تاسو کولی شئ چې د عرېضې بشپړه کولو نه وړاندې د بسپنې هييت کښې د اړيکن وګړي سره خبرې وکړئ چې د دې پخلی وشي چې تاسو ټول ضروري معلومات ور سره شامل کړي دي.
د بسپنې په اړه پرېکړې
زياتره بسپنو له پاره سيالي يا مقابله وي چې مطلب دا دی چې نور ډېر تنظيمونه به هم وي چې په هغه وخت د بسپنې له پاره غوښتنې کوي. کله کله تاسو له به څو اوونۍ يا تر دې چې پۀ مياشتو انتظار کول وي چې خبر در له درکړی شي چې آيا ستاسو غوښتنليک بريالی شوی دی.
که چېرې ستاسو تنظيم ته بسپنه ورکړی شي، نو په عمومي توګه سره ستاسو څخه به د يو تړون لاسليک کولو له پاره غوښتنه وشي کوم کښې چې ځينې هغه اړتياوې څرګند شويې وي چې تاسو څخه به د بشپړه کولو طمع کېږي. دا يو قانوني لاسوند (دستاويز) وي نو که چېرې ستاسو تنظيم دغه اړتياوې بشپړه کولی نشي، نو کېدی شي چې د بسپنې پيسې بېرته ورکړی شي او کېدی شي چې د نورو بسپنو غوښتنې لۀ پاره وړتيا و نه لري. د تړون لاسليک کولو نه مخکښې، کېدای شي چې تاسو وغواړئ د يو وکيل څخه مشورې په اړه پوښتنه وکړئ.
نور معلومات:
- پۀ کوينزلېنډ کښې د عطيات او بسپنې ټولو په هکله د ټولنې ور ارتباط
- د بسپنې لۀ پاره عريضه ليکلو په هکله د ټولنو د چانګې معلومات
- د عطيات موندنې او ورته غوښتنليک ورکوونې په هکله زمونږ د ټولنې معلومات


