مدیره کومېټه باندې پوهېدنه
د شرکت جوړونې د برخې په توګه، ستاسو د تنظيم غړيو له د هغوی پر شا کار کولو له پاره يوه د مدیره کومېټه يا هیئت یا بورډ جوړول وي. زياتره مديره کومېټې به يو مشر، يو منشي او يو د خزانې ساتونکی ولري. دغو څوکيو له پاره ټاکلي شوي کسان دندې لرونکي يا د دفتر کارکوونکي وي او د مدیره کومېټې نور غړي ٰعموميٰ غړي وي.
په هغو غیر انتفاعي تنظيمونو کښې چې د ګټې له پاره نه وي، د مدیره کومېټې غړيو ته د دندې په اړه پيسې نه شي ورکولی. که تاسو د مدیره کومېټې غړی یاستئ نو تاسو به د تنظيم په اړه پلان جوړونې، انتظام کوونې او د پرېکړو کولو کارونو کښې ونډه لرئ.
د مدیره کومېټې په غاړه به څه مسؤليتونه وي؟
د مدیره کومېټې د غړي په توګه دا معنا هم لري چې تاسو د تنظيم معاملاتو په اړه قانوني مسؤليت لرئ. که څه هم په داسې حال کښې چې معاملاتو کښې ګډوډي را منيځ ته شي نو کېدای شي چې تاسو د غېر شرکتي سازمان د غړيو پر مقابله ډېره قانوني ژغورنه ولرئ، خو دا به يواځې هغه وخت پېښېږي که چېرې تاسو خپل مسؤليتونه په وړ ډول سره تر سره کوئ.
د مديره کومېټې د غړي په توګه ځينې شيان چې په اړه به يې تاسو مسؤليت په غاړه ولرئ هغو کښې د دې پخلی کول دي چې د تنظيم موخو، مقاصد او قوانينو باندې عمل کېږي، دغه د هر يو قانون سره مطابقت لري، د کاروباري تړونونو اړتياوې بشپړه کوي، کره مالي ريکارډونه ساتي او خپل پورونه ادا کولی شي. د دې مطلب دا دی چې مديره کومېټې ته ټاکلی شوی هر څوک به دې ته اړتيا لري چې يا خو دا ټول هنرونه ولري يا يې بيا زده کړي چې دا ډول دغه ټول مسؤليتونه تر سره کړي.
تاسو له به د دې خبرې پخلی کول وي چې تاسو په امانت سره او د سازمان تر ټولو ښې ښېګړو له پاره کار کوئ او خپل رول تر سره کولو کښې د پام، هنر او څارنې نه کار اخلئ. دا ډېر مهم دي چې تاسو هغه معلومات چې د خپلې دندې تر سره کولو په لړ کښې تر لاسه کوئ هغه د خپلې ګټې يا د بل چا ګټې له پاره و نه کاروئ.
تاسو له د اخلاقي قوانينو سره سم عمل هم کول دي که چېرې ستاسو ځاني ګټو او د تنظيم د ګټو تر مينځ ستونځه راځي. د مثال په توګه، د تنظيم له پاره په تنخوا کارکوونکي د انتظامي کومېټې غړي جوړېدلی شي خو هغوی به و نه کړی شي چې د ملازمت د تړون په اړه، کوم چې په هغوی باندې اغېز اچولی شي، ووټ ولري يا دغه د پام لاندې نيولو په وخت موجود پاتې شي.
د سازمانونو شرکت قانون (Associations Incorporation Act) د دغو ځينو مسؤليتونو په اړه تفصيلات وړاندې کوي. دا ډېر مهم دي چې د مديره کومېټې غړي د دې قانون لاندې خپل مسؤليتونو باندې او هم د نورو لائحو لاندې زياتي قانوني اړتياوو باندې چې د سازمان سره تړاؤ ولري ځان پوهه کړي. که غواړئ نو کېدای شي چې تاسو د يو وکيل يا د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) څخه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړئ.
دمدیره کومېټې په غاړه څه دندې وي؟
مدیره کومېټه د تنظيم په اړه په اجتماعي ډول یا اماړه باندې مهم قانوني مسؤليتونه لري خو د مدیره کومېټې ځانته غړي به هم ځانګړي مسؤليتونه ولري. د دغو څخه ځينې دندې خورا ډېر کار لري نو کومېټه کېدی شي چې پرېکړه وکړي يو بل غړی د مرستيال په توګه وټاکي لکه د غونډې يو مرستيال مشر.
د شرکت مشر
د شرکت مشر د دې خبرې ډاډګیرنه کوي چې مدیره کومېټه د تنظيم له پاره لارښود وړاندې کوي. د شرکت مشر پخلی کوي چې د مدیره کومېټې غونډې پېښېږي او د دغو غونډو مشرتوب کوي څنګه چې قانون (ايکټ) کښې په تفصيل سره شته دی. د مدیره کومېټې په غونډو کښې، که چېرې رای یا ووټ برابر راشي نو د شرکت مشر دا مسؤليت هم لري چې پرېکړه وکړي او نور دا چې هغه له پکار وي چې مياشتني او کلني راپورونه چمتو کړي او وړاندې يې کړي.
که تنظيم د تنخوا اخيستونکي کارکوونکي لري، نو د شرکت مشر له پاره به پکار وي چې د دې جوګه وي چې د ټول کارکوونکو غړو سره په ښه توګه سره کار وکړي، په ځانګړيې توګه سره د مدير سره. د تنظيم د يو استاځي په توګه، د شرکت مشر په عمومي توګه باندې رسمي ليکونه او تړونونه لاسليک کوي او کله کله به د تنظيم د وياند په توګه باندې هم کار وکړي.
منشي
منشي د سازمان غېر مالي ريکارډونو د ساتنې په اړه قانوني مسؤليت لري چې په قانون (ايکټ) کښې په تفصيل سره څرګند شوی دی . که چېرې د قانون (ايکټ) لاندې منشي دغه مسؤليتونه نه تر سره کوي، نو کېدی شي چې هغوی د قانون څخه سرغړونه کوي.
د منشي مسؤليتونو کښې دا ډول کارونه راځي لکه د مدیره کومېټې د تنخوا باندې کارکوونکو، د سازمان په قوانينو يا د سازمان په ځايليک (پته) کښې څه هم بدلونو په اړه د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) ته خبر ورکول او هم دا ډول هغوی ته د سازمان مالي څرګندليک یا بیان نامې (سټېټمنټ) ور رسول.
منشي له به د مدیره کومېټې د غونډو ايجنډاګانې، راپورونه او پرېکړې (منټس) چمتو کول، غړيو ته ورلېږل او نقلونه ساتل وي. د مديره کومېټې د لوري ليکونه د منشي مسؤليت لاندې راځي او دوی دا مسؤليت هم لرلی شي چې د تنظيم د غړيو نوی او وروستی لسټ وساتي.
منشي کولی شي د کومېټې د نورو غړيو څخه وغواړي چې د دغو دندو تر سره کولو کښې ورسره مرسته وکړي خو دا به بيا هم د هغه مسؤليت وي چې په وړ ډول سره د تر سره کولو پخلی وکړي.
د خزانې ساتونکی
د مدیره کومېټې ټول غړي مسؤل وي چې د سازمان مالي معاملات نظم کړي خو د خزانې ساتونکي څخه طمع کېږي چې کومېټې ته په برابر ډول سره مالي راپورونه وړاندې کړي او پخلی وکړي چې مالي ريکارډونه کره دي.
د خزانې ساتونکي څخه طمع کېږي چې پخلی وکړي چې سازمان ته څومره هم پيسې راځي د هغو په اړه رسيدونه وي، پيسې سملاسي بانک کښې جمع شي، حسابونه صفا کړی شي او چيکونه لاسليک شي او دا ټول د سازمان قوانينو سره سم تر سره شي. که چېرې سازمان په تنخوا باندې چارندوی ساتي، نو هغوی دغو کښې ځينې کارونه تر سره کولی شي خو د خزانې ساتونکي نه طمع کېږي چې دا کارونه په وړ توګه سره د بشپړه کېدلو پخلی وکړي.
د خزانې ساتونکي نه دا هم طمع کېږي چې د خزانې د ساتونکي راپور، د محاسب يا مفتش یا (اډيټر) راپور او محاسبه شوي مالي څرګندليکونه چمتو کړي او کلنۍ ټوليزې غونډې ته يې وړاندې کړي که چېرې د قانون (ايکټ) لاندې دې ته اړتيا وي.
د کومېټې نور غړي
که ستاسو مدیره کومېټه نور غړي لري، نو هغوی به هم هغه قانوني مسؤليتونه په غاړه ولري کوم چې په کل یا اماړه سره د کومېټې په ونډه کښې راځي. د مديره کومېټې د برخې پۀ توګه، دغه غړي به د تنظيم معاملاتو پۀ اړه مسؤليت ولري خو دوی کېدی شي چې د مکتب نور کارکوونکو سره مرسته کولو کښې هم شامل شي يا په نورو کارونو کښې ونډه ولري لکه د راپورونو ليکل يا بسپنې له پاره غوښتنليکونه ليکل.
کېدی شي ستاسو تنظيم دا هم پرېکړه وکړي چې نورې کومېټې يا کارکوونکيې ډلې جوړې کړي کومې به چې د مديره کومېټې سره مرسته کوي او دغو له پاره ټاکنو ته به اړتيا نه وي.
نور معلومات:
- د مدیره کمیټو او مسؤلیت په هکله د منصفانه تجارت دفتر معلومات
- هيله کېږي چې د دی ډاډ لپاره چې لاندېني معلومات لا تراوسه هم سم دي د منصفانه تجارت د دفتر سره وګورئ:
- د کوینزلینډ د تکنالوژۍ پوهنتون د مدیره کمیټو په هکله معلومات لري
- د ټولنې ور د مدیره کمیټو د دندو او ټاکنو په هکله معلومات لري
- د مدیره کمیټې یا هیئتونو په هکله زمونږ د ټولنې د مرستې معلوماتي پاڼکۍ


